د شهيدانو او معلولينو چارو وزير پوهنمل حمیدالله فاروقی په ننګرهار کې د اسنادو د څېړنې کميسيون له غړو سره وکتل

sadiq_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۲ - ۹:۴
s

د شهيدانو او معلولينو چارو وزير پوهنمل حمیدالله فاروقی په ننګرهار کې د اسنادو د څېړنې کميسيون له غړو سره وکتل

د ولايتي سفر په ترڅ کې د شهيدانو او معلولينو چارو وزير ښاغلي پوهنمل حمیدالله فاروقی، د ننګرهار والي محترم ضیاالحق امرخیل په ګډون، د ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو د اسنادو د څېړنو کميسيون له غړو سره ليدنه وکړه.

په دې ليدنه کې د معلولینو په چارو کې د ولسمشر سلاکار، ننګرهار د محکمې، لويې څارنوالۍ، عامې روغتيا، د احصايې او معلوماتو ادارې او ملي امنيت رئيسانو، د شهيدانو او معلولينو چارو آمر او د ولايت مقام باصلاحيته استازو ګډون درلود.

محترم فاروقی صيب، د شهيدانو او معلولينو چارو د اسنادو د څيړنې کمېسيون غړو سره د ياد کمېسيون پر کار او د اسنادو د څيړنو پروسې د لا شفافيت په موخه د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش پر چټکتيا خبرې وکړې.

د ښاغلي فاروقی په خبره، چې دوی ته د شهيدانو وارثینو او معلوليت لرونکو وګړو د ستونزو حل لومړيتوب لري او هغوی ته د ژوند له لومړنيو اړتياوو را نيولې تر روغتيايي او تحصيلي زمينو برابرولو پورې اسانتياوې بايد برابرې شي.

نوموړي د ننګرهار اړوندو ادارو ته سپارښتنه وکړه، چې د شهيدانو وارثينو، کورنيو غړو او معلوليت لرونکو وګړو ستونزو ته دې پر وخت رسېدنه وکړي.

د ناستې په پای کې د شهيدانو او معلولينو چارو د اسنادو څېړنې کميسيون غړو له محترم وزير پوهنمل حمیدالله فاروقی او مل پلاوي څخه مننه وکړه، چې د ياد ولايت د شهيدانو وارثينو او معلوليت لرونکو وګړو غوښتنې، ستونزې، وړاندېزونه يې له نږدې واورېدل او په همدې موخه يې ننګرهار ته سفر را وکړ.

ښاغلي فاروقی د شهيدانو او معلوليت لرونکو وګړو د اسنادو پروسې پر شفافيت او روڼتيا د ټينګار تر څنګ، د وزارت له اړخه له ټولو مسولو ولايتي چارواکو سره د هر ډول همکاريو ژمنه وکړه او له وزارت سره د ولايتي اړوندو ادارو د همغږۍ د زياتوالي لارښوونه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۹:۱۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې پلاوي پروان ولايت ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې رئیس محترم الحاج مولوي نورالحق حقاني، په مشرۍ یو پلاوی چې په ترکیب کې د ولایتي پلانونو له تطبیق څخه د څارنې او ارزونې عمومي مدیر محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۹:۳۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې پر (۵۰۰) تنو یتیمانو او معلولینو باندې د مرستو وېش

د ننګرهار ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت په خوګياڼو او چپرهار ولسوالیو کې پر (٥٠٠) تنو مستحقو یتیمانو او معلولینو باندې مرستې چې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۹:۳۳
Background image

په نیمروز ولایت کې څه باندې (۲) میلیونه او (۸۰۰) زره افغانۍ پر مستحقو کسانو ووېشل شوې

د نیمروز ولایت والي محترم الحاج مولوي عبدالمنان محمود د ژور احساس او د مدبرانه نوښت له مخې د ژمي له رارسېدو سره سم، د شهیدانو وارثینو، معلولینو او یتیمانو ته د نقدي مرستو د وېش یو. . .

BACK TO NEWS