د شهیدانو ورثې او معلولیت لرونکو وګړو ته به ژر د ځمکو د ورکړې بهیر پیل شي

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۶/۱۱ - ۱۵:۲۴
hgghh

د شهیدانو ورثې او معلولیت لرونکو وګړو ته به ژر د ځمکو د ورکړې بهیر پیل شي

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین آریوبي د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محمود کرزي سره وکتل؛ د شهیدانو ورثې او معولیت لرونکو وګړو ته د ځمکو ورکړې او اسایشګاوو جوړولو په اړه یې خبرې وکړې.

ښاغلي آریوبي وویل، چې ځینو معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو ورثې ته پخوا د کورونو لپاره ځمکې وېشل شوې وې، خو د نامناسب موقعیت له امله یې مطلوبه نتیجه ور نه کړه او دغه قشر لا هم د سرپناه شدیدې ستونزې سره مخامخ دی. د دې تر څنګ جمهور رییس امر کړی و، چې اړوندې ادارې دې معلولینو او د شهیدانو ورثې ته په ولایتونو کې د اسایشګاوو او کورونو جوړولو او دې قشر ته د تیارو کورونو جوړولو د ورکړې په موخه تیپیکې نقشې جوړې کړي. ښاغلي آریوبي زیاته کړه، چې د سولې مشورتي لویې جرګې د پرېکړه لیک د ۱۷ مادې سره سم دې جګړه ځپلو ته د زده کړو، ښوونځیو جوړولو او نورو برخو کې اسانتیاوې رامنځته او دوی ته دې رسیدګي وشي.

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر محمود کرزي وویل، چې د بودجې د کمښت له کبله یاد قشر ته د تیارو کورونو د ورکړې مسله په اوس وخت کې ستونزمنه ده، خو دا وزارت چمتو دی، چې په ولایتونو کې معلولینو او د شهیدانو ورثې ته د کورونو جوړولو لپاره ځمکې ووېشي. نوموړي زیاته کړه، چې استوګنیزې نمرې به نښاني، سړکونه او نورې اسانتیاوې به یې ترتیب او د وېش بهیر به یې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت ته وسپارل شي. ښاغلي کرزي زیاته کړه، چې د اسایشګاوو د جوړولو تخمین به وکړي او د دې تر څنګ به ورته د ځمکې د تثبیت چارې هم پیل کړي، کله چې لومړني کارونه بشپړ شوه د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت ته به یې د جوړولو په اړه خبر ورکړي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۳۹
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په شیګل ولسوالۍ کې پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یتیمانو لپاره د معیاري تعلیمي کمپلکس د جوړولو په موخه غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لا ښه ملاتړ او هغوی ته د تعلیمي فرصتونو د برابرولو په موخه، د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې له استازو سره، په کابل ښار کې د یتیمانو لپاره د معیاري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۶
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۲) مستحقو کورنیو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ځان‌ بسیاینې او د هغوی د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه، د نصیر خیریه بنسټ په مالي همکارۍ پر (۲۲) مستحقو کورنیو. . .

BACK TO NEWS