په کندهار ولایت کې د یو شمېر فدایانو کورنیو سره نغدي مرستې ترسره شوې

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳۰ - ۱۵:۱۶

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئيس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په مشرۍ يو پلاوی چې په ترکیب کې د مالي او حسابي چارو رئيس محترم مولوي محمد امين دروېش، د خاصو شهیدانو آمر محترم مولوي محمد شامل وو، کندهار ولایت ته یې د سفر په ترڅ کې د (۱۷۸) فدایانو کورنيو سره له نږدې وکتل، ستونزې او غوښتنې واوریدې او هرې کورنۍ سره یې یو اندازه نغدي مرسته هم ترسره کړه.

د یادونې وړ ده چې د استشهادیانو کورنیو سره د نغدي مرستو پروسه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د ځانګړي هدایت سره سم، د دې وزارت د خاصو شهیدانو آمریت له لوري پر مخ وړل کیدله. د فدایانو له کورنيو سره د مرستو ترسره کولو پروسه د لغمان ولایت څخه څه باندې یو کال وړاندې پیل شوې وه، چې په هغه کې د شهیدانو او معلولینو چارو محترم وزیر صاحب او محترمو مرستیالانو هم برخه اخیستې وه. کندهار یې وروستی ولایت وو، چې د یادو کورنیو سره نغدي مرستې ترسره شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۶
Background image

په کاپیسا ولایت کې د مسلکي او حرفوي زده کړو د ښوونکو لپاره جوړ شوی ښوونیز ورکشاپ پای ته ورسید

د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د افغان ځوانانو لپاره د تعلیمی او صحي مؤسسې سره په همغږۍ د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره د فني او حرفوي زده کړو د ښوونې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند هرات ولایت ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند نن هرات ولایت ته ورسید، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، د مالي او حسابي چارو رئيس محترم مولوي محمد امین. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۱
Background image

د تخار ولايت دوو ولسوالیو ته د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس سفر

د تخار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ يو پلاوي چې د یاد رياست مدیرانو یې ملتيا کوله، د‌ شهیدانو کورنیو او معلولینو د‌ وضعیت د ارزونې په موخه،. . .

BACK TO NEWS