په کندهار ولايت کې پر (۵۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۲ - ۱۲:۹
mmd

د کندهار ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت په (۵۵۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې اته (۸) ډوله خوراکي توکي ووېشل.

د یادو مرستو د وېش پر مهال د شهيدانو او معلولينو چارو ریاست مرستیال محترم ملا اختر محمد آخند، د ټولنیزو خدمتونو مدیر محترم مولوي عبدالله عابدي او د مؤسسې مسؤلينو شتون درلود.

په ورته وخت کې هغو مستحقو کسانو چې مرستې ترلاسه کړې وې د یاد ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د مسؤلینو څخه د مننې ترڅنګ، په راتلونکي کې د ورته مرستو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۵:۴۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند فراه ولایت ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند چې د هېواد لوېدیځ ولایتونو ته په سفر تللی، د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د مجردو شهیدانو کورنیو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۹:۲۰
Background image

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس د ياد ولايت څلورو ولسوالیو ته سفر وکړ

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم ملا عبدالحکیم دانش په مشرۍ يو پلاوي چې د یاد رياست مدیرانو یې ملتيا کوله، د‌ شهیدانو کورنیو او معلولینو د‌ وضعیت د ارزونې په موخه،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۹:۱۸
Background image

په کاپیسا ولایت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو ته مرستې ووېشل شوې

د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوړي. . .

BACK TO NEWS