د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه
د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه چې په کې د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.
په دې غونډه کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د روان مالي کال د دویمې ربعې د میاشتنیو نغدي مساعدتونو د وېش پر څرنګوالي بحث او خبرې وشوې. په همدې موخه، اړوندو کارکوونکو ته لارښوونه وشوه چې نغدي مساعدتونه د اصولو او مقرراتو له مخې، په بشپړ شفافیت او دقت سره مستحقینو ته حواله کړي.
همداراز، په غونډه کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د هغه شفاهي حکم د تطبیق په اړه هم بحث وشو چې د ځیرکو ټلیفونونو د نه کارونې په تړاو صادر شوی دی، له ټولو کارکوونکو وغوښتل شول چې یاد حکم په خپلو ورځنیو چارو او دندو کې په جدي او مسؤلانه توګه عملي کړي.
سربېره پر دې، د اداري چارو د لا ښه تنظیم، د همغږۍ د پیاوړتیا، د کاري نظم د تأمین او د خدمتونو د کیفیت د لوړولو په موخه اړوندو کارکوونکو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې.
