په سل (۱۰۰) مستحقو کورنېو باندې په غزني ولایت کې مرستې ووېشل شوې

asad_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۷ - ۱۰:۱۲
mmd

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د دې ولایت په اجرستان ولسوالۍ کې د شهیدانو پر سل (۱۰۰) کورنېو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوړي او نور خوراکي مواد شامل وو، په شفاف ډول ووېشل.

د یادو مرستو د وېش پر مهال د غزني ولایت پخواني والي محترم الحاج حافظ محمد امین عمري او د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد انور برادر هم شتون درلود.

محترم مولوي محمد انور برادر د اجرستان ولسوالۍ د شهیدانو کورنېو ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت به هیڅکله د شهیدانو قربانۍ هېرې نه کړي او تر خپل وس او توان کوښښ کوي چې وخت پر وخت د کونډو، یتیمانو او معلولینو سره مرستې وکړي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۶
Background image

په کاپیسا ولایت کې د مسلکي او حرفوي زده کړو د ښوونکو لپاره جوړ شوی ښوونیز ورکشاپ پای ته ورسید

د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د افغان ځوانانو لپاره د تعلیمی او صحي مؤسسې سره په همغږۍ د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره د فني او حرفوي زده کړو د ښوونې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند هرات ولایت ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند نن هرات ولایت ته ورسید، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، د مالي او حسابي چارو رئيس محترم مولوي محمد امین. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۱
Background image

د تخار ولايت دوو ولسوالیو ته د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس سفر

د تخار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ يو پلاوي چې د یاد رياست مدیرانو یې ملتيا کوله، د‌ شهیدانو کورنیو او معلولینو د‌ وضعیت د ارزونې په موخه،. . .

BACK TO NEWS