په دوه سوه بېوزلو کورنيو باندې په ننګرهار ولايت کې د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې
د یادو مرستو کڅوړې د ترکیې هیواد د SUFFA ـAS مرستندویه بنسټ او د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په همغږۍ په دوه سوه اړمنو کورنیو د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په انګړ کې وویشل شوې.
د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس ښاغلي مولوي لعل باز اسدالله پر اړمنو کورنیو د مرستو د ویش له امله خوښي څرګنده کړه او د مرستو د ویش په بهیر کې یې د رونټیا د شتون ډاډ ورکړ.
د یادونې وړ ده چی دغه مرستې د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس او د ترکیې هیواد SUFFAـ AS د خیریه بنسټ مسوولینو په شتون کې په شفاف ډول وویشل شوې.