په بدخشان ولایت کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د نوي برېښنایي سیسټم له چارو څخه څارنه ترسره شوه

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۴ - ۱۱:۲۴
mmd


د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو ریاست د ایم، آی، اس سیسټم آمر محترم انجنیر الله محمد دوست په مشرۍ یو تخنیکي پلاوي د بدخشان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د نوي برېښنایي سیسټم له چارو او همداراز د اړوند اسنادو څخه هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه.
د دې څارنې په پایله کې تخنیکي ټیم، د بدخشان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د ترسره شويو کړنو ستاینه وکړه، د سیسټم د لاښه والي او چټکتیا په موخه یې کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې.
په ورته وخت کې د بدخشان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي عبدالقدیر غفوري د تخنیکي پلاوي څخه د مننې تر څنګ د نوموړي ټیم له خوا د اصلاحاتو په موخه لازمو لارښونو او سپارښتنو ته د پوره پاملرنې ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۹:۱۹
Background image

په کابل کې له یوه اړمن یتیم سره د (۲۸۷۰) ډالرو په ارزښت د مسافر وړونکې ریکشا مرسته ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مستحقو یتیمانو د ملاتړ په موخه، د بشري مرستو د خیریه مؤسسې په همکارۍ، د کابل ښار د دولسمې ناحیې اوسېدونکي سبحان‌الله ته د (۲۸۷۰) ډالرو په ارزښت د یوې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۹:۲۶
Background image

د هلمند ولایت پر (١٠) تنو مستحقینو باندې زرنج نقلیه وسایط ووېشل شول

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو او معلولینو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰) تنو مستحقو یتیمانو او معلولیت لرونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۹:۲۴
Background image

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي میر احمد منیر په مشرۍ په یاد رياست کې اداري غونډه ترسره شوه چې پکې د رياست اړوند کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې محترم. . .

BACK TO NEWS