په بامیانو ولايت کې (۹۵) مستحقو کورنېو مرستې ترلاسه کړې

nasrat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۴:۳۲
mmd

د بامیانو ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست په دې ولايت کې د احساس خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۹۵) د شهیدانو کورنېو باندې مرستې ووېشلې چې هرې کورنې ته د (۵۰۰۰) افغانېو په ارزښت د سوند توکي او همداراز څلور کمپلې او البسه ورکړل شوې.

د یادو مرستو د وېش پر مهال د بامیانو ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم شاه ولي احمدي د یتیمانو او معلولینو د حقوقو د تامینولو او د‌ هغوی د لاسنيوی په ارزښت خبرې وکړې او د یادې مؤسسې له مرستو څخه یې مننه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۱۴:۴۰
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې زر (۱۰۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې ژمني توکي ووېشل شول

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کابل ولایت اړوند د نواحېو او ولسوالېو زر (۱۰۰۰) تنو یتیمانو، کونډو، معلولینو او اړمنو کسانو باندې د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ ژمني توکي چې په هغه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۱۲:۳۱
Background image

په زابل ولایت کې سل (۱۰۰) تنو مستحقو یتیمانو نغدي مرستې ترلاسه کړې

یادې مرستې د نداء الخیر مؤسسې له لوري د زابل ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست په همغږۍ پر (۱۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې ووېشل شوې او هر مستحق ته (۵۳۰۰) افغانۍ د نغدي مرستې په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۱۱:۴۴
Background image

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه جوړه شوه

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د کاري بهیر د لا ښه والي او یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه د شهیدانو او معلولینو چارو. . .

BACK TO NEWS