په بامیانو ولايت کې (۹۵) مستحقو کورنېو مرستې ترلاسه کړې
د بامیانو ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست په دې ولايت کې د احساس خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۹۵) د شهیدانو کورنېو باندې مرستې ووېشلې چې هرې کورنې ته د (۵۰۰۰) افغانېو په ارزښت د سوند توکي او همداراز څلور کمپلې او البسه ورکړل شوې.
د یادو مرستو د وېش پر مهال د بامیانو ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم شاه ولي احمدي د یتیمانو او معلولینو د حقوقو د تامینولو او د هغوی د لاسنيوی په ارزښت خبرې وکړې او د یادې مؤسسې له مرستو څخه یې مننه وکړه.