پر پنځه سوه او پنځوسو تنو معلولينو، یتیمانو او کونډو باندې د دارالصدقه خیریه بنسټ لخوا مرسته وویشل شوه
یاد خیریه بنسټ د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره په همغږۍ پر پنځه سوه او پنځوس تنو مستحقو کونډو، یتیمانو او معلولینو باندې د خوراکي توکو یو قلم مرسته وویشله.
د یادونې وړ ده چې د مرستو د ویش پر مهال د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ټولنیزو خدمتونو چارو رئیس ښاغلي مولوي ثناء الله فرقاني هم ګډون درلود.