د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کارکوونکو لپاره جوړ شوی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسيد
د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو، د نوي برېښنايي سیسټم له لارې یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د میاشتنیو نغدي مساعدتونو د حواله کولو او مراجعینو ته د لا غوره او پر وخت خدمتونو د وړاندې کولو په موخه، یو ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ او په برياليتوب سره پای ته ورسيد.
په دغه روزنیز ورکشاپ کې د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست او اړوندو ولسوالیو ټولو کارکوونکو ګډون کړی وو.
د ورکشاپ په ترڅ کې ګډونوالو ته د نوي برېښنايي سیسټم محاسبې او تأدياتو برخې د کارونې، د میاشتنیو نغدي مساعدتونو د حواله کولو بهیر او له مراجعینو سره د غوره چلند او خدمتونو د وړاندې کولو په برخو کې اړینې مسلکي زدهکړې او عملي لارښوونې وړاندې شوې.
