د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کارکوونکو لپاره جوړ شوی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسيد

asad_admin
Wed, Oct 07 2026 11:45 AM

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو، د نوي برېښنايي سیسټم له لارې یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د میاشتنیو نغدي مساعدتونو د حواله کولو او مراجعینو ته د لا غوره او پر وخت خدمتونو د وړاندې کولو په موخه، یو ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ او په برياليتوب سره پای ته ورسيد.

په دغه روزنیز ورکشاپ کې د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست او اړوندو ولسوالیو ټولو کارکوونکو ګډون کړی وو.

د ورکشاپ په ترڅ کې ګډونوالو ته د نوي برېښنايي سیسټم محاسبې او تأدياتو برخې د کارونې، د میاشتنیو نغدي مساعدتونو د حواله کولو بهیر او له مراجعینو سره د غوره چلند او خدمتونو د وړاندې کولو په برخو کې اړینې مسلکي زده‌کړې او عملي لارښوونې وړاندې شوې.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

Wed, Jun 30 2021 2:47 PM
Background image

It is our significant priority to handle to heirs of martyrs and people with disabilities

On Tuesday, June 29, 202 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended to the Questions and Answers

BACK TO NEWS