د بادغیس ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه
د کاري بهیر د لا ښه والي، مراجعینو ته د لا ښو او معیاري خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د بادغیس ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي عبدالحق حقاني په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه چې په کې د اړوندو برخو ټولو کارکوونکو ګډون کړی وو.
محترم مولوي عبدالحق حقاني په دې غونډه کې کارکوونکو ته په ورځینو چارو کې د مسؤلیت پېژندنې، په ژمنتیا سره د دندو د ترسره کولو او مراجعینو ته د ښو او پر وخت خدمتونو د وړاندې کولو او ځینو نورو موضوعاتو په هکله لازمې سپارښتنې وکړې.
