د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د ناروې کمېټې له مسؤلینو سره لیدنه وکړه

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۲ - ۱۰:۲
mmd

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوی محمد نبي وهاج د ناروې کمېټې له مسؤلینو سره وکتل، په دې کتنه کې نوموړي د یاد ریاست له لوري معلولیت لرونکو وګړو ته د خدمتونو وړاندې کولو په هکله معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت رهبري تل هڅه کړې چې د معلولیت لرونکو وګړو میاشتني نغدي مساعدتونه پر وخت حواله کړي او حقونو ته یې ځانګړې پاملرنه شوې ده.

نوموړي وویل: د معلولینو حقوقو ته درناوې زموږ د ټولو ګډ مسؤلیت دی او د هغوی سره ښه چلند کول د ټولنې د هر وګړي انساني دنده ده.

په ورته وخت کې د ناروې کمېټې مسؤل هم معلولیت لرونکو وګړو د اسانتیاو رامنځته کولو په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۵۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د (HHRD) نړیوالې مؤسسې د مسؤلینو هڅې وستایلې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د (HHRD) نړیوالې مؤسسې رئیس محترم قاري عبیدالله فیصل او د یادې مؤسسې مرستیال محترم همایون نوري ته، د یتیمانو، کونډو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۵۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ژوند د هوساینې او پرمختګ مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ملاتړ او لاسنیوي په موخه د ژوند د هوساینې او پرمختګ (LRD) مؤسسې سره د (۲۴) زره او (۴۶۵) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه چې په کې د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د. . .

BACK TO NEWS