د ولایتي آمرینو لپاره روزنیز سیمینار
د ولایتي آمرینو لپاره روزنیز سیمینار:
نن شنبه د ۱۳۹۸ ه ل کال د وږي د میاشتې نهمه نیټه چې ۲۰۱۹ ز کال د اګست د میاشتې له ۳۱ مې نیټې سره برابره ده، د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت په تالار کې د ۳۳ ولایتي آمرینو لپاره دوه ورځنۍ سیمینار په لاره واچول شو پدغه سیمینار کې چې د وړتیا لوړونې، رپورټ لیکنې، رپورټ ورکولو، د معلوماتي سیستم د زده کړې په پار جوړ شوی و، د یادو برخو تر څنګ به پکې ګډونوالو ته د بانکي حسابونو د محاسبې، د ډیټابیس هراړخیزه پیژندنه او د ډیتابیس عملي ښودنه به په بشپړه توګه ترسره شي.