د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس معرفي او په کار یې پیل وکړ

asad_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۱۶:۸
mmd

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د وړاندیز له مخې، محترم مولوي میر احمد منیر د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نوي رئیس په توګه د یاد ریاست اړوند کارکوونکو  ته رسماً معرفي او خپله دنده یې پیل کړه.

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي علاؤالدین سعد، د نیمروز ولایت اړوند پخواني رئيس محترم مولوي محمد آصف فاتح، د یاد ولایت د کارکوونکو چارو امر محترم مولوي سراج الدین فرهاد او د ریاست اړوند کارکوونکو ګډون درلود.

د یادونې وړ ده چې محترم مولوي میر احمد منیر تر دې وړاندې د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو آمر په توګه دنده ترسره کوله.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۵۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ژوند د هوساینې او پرمختګ مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ملاتړ او لاسنیوي په موخه د ژوند د هوساینې او پرمختګ (LRD) مؤسسې سره د (۲۴) زره او (۴۶۵) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه چې په کې د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۴۶
Background image

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې غونډه ترسره شوه

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه د یاد ریاست د محترم رئیس په مشرۍ او د اړوندو کارکوونکو په شتون کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې یتیمانو، کونډو او. . .

BACK TO NEWS