شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۳۷) تنو مستحقو کسانو باندې د زرنج نقلیه وسایط ووېشل شول
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولینو او یتیمانو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ، (۳۷) تنو یتیمانو او معلولینو ته زرنج نقلیه وسایط ووېشل، دا وسایط به د هغوی لپاره د عاید د یوې دایمي سرچینې په توګه ګټور واقع شي، هغوی به وکولای شي د دې لارې خپل ورځيني لګښتونه او اړتیاوې پوره کړي.
یادې مرستې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي علاؤالدین سعد، د شهیدانو چارو رئیس محترم مولوي روح الله نصرت او د مؤسسې د مسؤلینو په شتون کې پر مستحقو معلولینو او یتیمانو ووېشل شوې.
