د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو د ښوونې، روزنې او مالي ملاتړ په موخه د اسلامي هیوادونو له سفیرانو سره د همغږي ناستې به پیل شي

sadiq_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۹ - ۹:۸
ss

د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو د ښوونې، روزنې او مالي ملاتړ په موخه د اسلامي هیوادونو له سفیرانو سره د همغږي ناستې به پیل شي

د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست پوهنمل حمیدالله فاروقی، د اسلامي همکاریو په سازمان کې د افغانستان سفیر ښاغلي دوکتور شفیق صمیم سره وکتل او د اسلامي هیوادونو د مرستو د جلبولو په تړاو يې خبرې اترې وکړې.

په پيل کې د اسلامي همکاریو په سازمان کې د افغانستان سفیر، ښاغلي دوکتور شفیق صمیم ښاغلي فاروقي ته د یاد وزارت د سرپرست او نوماند وزیر په توګه د ګمارنې مبارکي وویله او زیاته یې کړه، د اسلامي همکاریو سازمان غړي د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره تعلیمي او تحصیلي فرصتونه لري، ددې سازمان غړي د یاد قشر د مالي کومکونو لپاره په بیلابیلو برنامو کار کوي تر څو دا قشر په لنډ مهال او اوږدمهاله توګه له اقتصادي پلوه په ځان بسیا شي.

د ښاغلي صمیم په خبره، د اسلامي همکاریو سازمان غړو هیوادونو او د یاد وزارت د مشرتابه ترمینځ د همغږي او همکاري ناستې به تنظیم کړي تر څو یې کومکونه جلب او اړمنو خلګو ته ورسوي.

د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست او نوماند وزير، پوهنمل حمیدالله فاروقی د اسلامي هیوادونو او یاد وزارت تر مینځ د همغږي ایجاد د ټولو معلولينو هيله وبلله او په دې اړه يې د هر اړخيزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

ښاغلي فاروقی څرګنده کړه، د وزارت مشرتابه بشپړ چمتوالی لري چې له نړیوالو مرستندویه هیوادونو سره اړیکې جوړې کړي او د شته بشري ظرفیت پر مټ کومکونه جلب او اړمنو وګړو ته ورسوي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۳۹
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په شیګل ولسوالۍ کې پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یتیمانو لپاره د معیاري تعلیمي کمپلکس د جوړولو په موخه غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لا ښه ملاتړ او هغوی ته د تعلیمي فرصتونو د برابرولو په موخه، د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې له استازو سره، په کابل ښار کې د یتیمانو لپاره د معیاري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۶
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۲) مستحقو کورنیو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ځان‌ بسیاینې او د هغوی د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه، د نصیر خیریه بنسټ په مالي همکارۍ پر (۲۲) مستحقو کورنیو. . .

BACK TO NEWS