د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د ولایتي رئیسانو او کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه روزنیز پروګرام پیل شو

nasrat_admin
شنبه ۱۴۰۱/۷/۲۳ - ۱۴:۴۶
mmd

د یاد روزنیز پروګرام په پرانیست غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني ولایتي رئیسانو اوکارکوونکو لپاره د دې ډول روزنیز پروګرامونو په لاره اچول مهم او اړین وباله، نوموړي په اداري چارو کې د مسؤلیت پر اهمیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه: "له یو مسؤل شخص سره باید احساس د مسؤلیت وي، اداري علم باید زده کړو تر څو د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو او د هغوی کورنېو ته غوره خدمتونه وړاندې کړو."

نوموړي همدارنګه  د دندې پر مخ وړلو کې ناغیړي کول لوې جرم وبلل او د ولایتي ریاستونو کارکوونکي او رئیسان یې وهڅول تر څو د دندو پر مخ وړلو کې د ناغیړي څخه ډډه  وکړي او خپلې چارې په ښه توګه پر مخ یوسي.

د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان هم چې په یادې غونډې کې ګډون درلود، ویې ویل: څلویښت کلنو ناخوالو په هېواد کې ډیر څه له منځه وړي دي او موږ ته پکار ده چې خپل راسپارل شوي مسؤلیتونه په ښه ایماندارۍ او اخلاص سره سرته ورسوو، نوموړي د بشري سرچینو ریاست لخوا پرانیستل شوی روزنیز ورکشاپ یو مهم نوښت وباله او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواکې ادارې څخه راغلي ترینرانو څخه د مننې تر څنګ هغوی ته سپارښتنه وکړه چې د یاد وزارت د کارکوونکو په روزنه کې هر اړخیزې هلې ځلې وکړي.

ښاغلي مولوي کلیم الله افغان ولایتي رئیسانو او کارکوونکو باندې ټینګار وکړ ترڅو یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو ته د ښو خدمتونو د رسونې په برخه کې کوټلي ګامونه واخلي.

 د یاد روزنیز پروګرام په ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو رئیس ښاغلي مولوي محمد موسی صدیقي د یاد روزنیز ورکشاپ پر اهمیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د دې روزنیز پروګرام په ترڅ کې به د یاد وزارت اړوند ولایتي رئیسانو او کارکوونکو ته د اداري اصولو، مکتوب لیکنې او پلان جوړونې په برخه کې مهارتونه ورزده کړل شي.

یاد ورکشاپ د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو ریاست د ظرفیت لوړونې پروګرامونو د آمریت له لورې په لاره اچول شوی چې په هغه کې به د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ولایتي رئیسانو او کارکوونکو ته د یوې اونۍ په موده کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون د استادانو له لوري مسلکي زده کړي ورکړل شي.

د یادولو وړ ده چې په یاد ورکشاپ کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ۶۰ تنه ولایتي کارکوونکي ګډون لري چې د ورکشاپ په پای کې به د تصدیق نامو تر څنګ ممتازو ګډونوالو ته ستاینلیکونه هم ورکړل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS