د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند پکتیا ولایت ته یې د سفر په ترڅ کې له هغې کورنۍ سره له نږدې وکتل چې د تېر شل کلن اشغال په مقابل کې يې درې تنه ځوانان شهیدان شوي وو
د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند پرون له غرمۍ مخکې د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې له هغې کورنۍ سره له نږدې وکتل چې د تېر شل کلن اشغال پر وړاندې د جهاد په ترڅ کې درې (۳) تنه ځوانان شهیدان شوي وو.
محترم وزیر صاحب د شهیدانو کورنۍ ته یې د خواخوږۍ او ډاډګیرنۍ مراتب وړاندې کړل او د شهيدانو پاک روح ته یې دعا وکړه او همداراز د یادې کورنۍ سره یې یوه اندازه نغدي مرسته هم ترسره کړه.
په ورته وخت کې د یادو درې تنو شهیدانو پلار چې حاجي محمد حبیب نومیده، د لوګر ولایت اصلي اوسیدونکی وو، نوموړي د وزیر صاحب له همدردۍ او د شهیدانو کورنېو ستونزو ته د پر وخت رسیدګي په پار مننه وکړه او په هېواد کې یې د اسلامي نظام د تلپاتې کیدو لپاره دعا وکړه.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مشرتابه پلاوي وخت پر وخت د شهیدانو کورنېو ستونزو او د هغوی سره د نغدي مرستو ترسره کولو په موخه د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته يي سفرونه کړي او د یادو کورنېو ستونزو ته یې پر وخت رسیدګي کړې ده