د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند پکتیا ولایت ته یې د سفر په ترڅ کې له هغې کورنۍ سره له نږدې وکتل چې د تېر شل کلن اشغال په مقابل کې يې درې تنه ځوانان شهیدان شوي وو

nasrat_admin
Tue, Aug 20 2024 3:23 PM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند پرون له غرمۍ مخکې د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې له هغې کورنۍ سره له نږدې وکتل چې د تېر شل کلن اشغال پر وړاندې د جهاد په ترڅ کې درې (۳) تنه ځوانان شهیدان شوي وو.

 محترم وزیر صاحب د شهیدانو کورنۍ ته یې د خواخوږۍ او ډاډګیرنۍ مراتب وړاندې کړل او د شهيدانو پاک روح ته یې دعا وکړه او همداراز د یادې کورنۍ سره یې یوه اندازه نغدي مرسته هم ترسره کړه.

په ورته وخت کې د یادو درې تنو شهیدانو پلار چې حاجي محمد حبیب نومیده، د لوګر ولایت اصلي اوسیدونکی وو، نوموړي د وزیر صاحب له همدردۍ او د شهیدانو کورنېو ستونزو ته د پر وخت رسیدګي په پار مننه وکړه او په هېواد کې یې د اسلامي نظام د تلپاتې کیدو لپاره دعا وکړه

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مشرتابه پلاوي وخت پر وخت د شهیدانو کورنېو ستونزو او د هغوی سره د نغدي مرستو ترسره کولو په موخه د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته يي سفرونه کړي او د یادو کورنېو ستونزو ته یې پر وخت رسیدګي کړې ده

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS