د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یتیمانو ته په ټولنه کې د ښه ژوند برابرولو په موخه، د پوهنې څخه د افغانانو ملاتړ مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

nasrat_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۵:۴۷
mmd

د دې هوکړه لیک پر پلي کیدو به، په مزارشریف ښار کې د حضرت ابوهریره (رض) د یتیم خانې د بیارغونۍ چارې بشپړې او د امکاناتو له اړخه به تجهیز او تمویل شي، چې په دې سره به (۱۰۴) تنو یتیمانو ته د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې برابر شي.

یاد هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د پوهنې څخه د افغانانو  ملاتړ مؤسسې مسؤل محترم عبدالرحیم نظام ترمنځ لاسلیک شو. 

محترم ملا صدو خان حق شناس د یاد هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال د مؤسسې له مسؤل څخه مننه وکړه او له هغه یې وغوښتل تر څو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته خپلې مرستې له دې وزارت سره په همغږۍ ترسره کړي او په دې ترتیب سره به مرستې واقعي مستحقینو ته ورسیږي.

 په ورته وخت کې محترم عبدالرحیم نظام هم د خپلې مؤسسې د فعالیتونو په هکله خبرې وکړې او یاد قشر ته یې د مرستو د چمتو کولو په برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

د یادونې وړ ده چې د یادې پروژې ټولیز ارزښت (۱۲) زره او (۶۱۴) امریکایي ډالره دې چې په بلخ ولایت کې به تطبیق شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۰:۲
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په انګړ کې د یو محراب جومات پرانیسته وشوه

یاد جومات د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د وړاندیز په اساس او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د منظورې سره سم د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له بودیجې څخه په دوه پوړونو کې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۶:۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو د خوراکي توکو مرستې ترلاسه کړې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په دې وزارت کې (۲۰۰) تنو یتیمانو ته خوراکي توکي چې په هغه کې شپږ بورې اوړه، شپږ بوتله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۰:۷
Background image

په لغمان ولايت کې (۳۱۸) تنه یتیمان او بېوزله کسان د حرفوي زده کړو څخه فارغ شول

د لغمان ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د HHRD خیریه مؤسسې په همکارۍ په دې ولايت کې (۳۱۸) تنو مستحقو یتیمانو او اړمنو کسانو ته د کمپيوټر او موبايل ترميم همداراز د خیاطۍ او د. . .

BACK TO NEWS