د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د اقتصادي ځان بساینې په موخه د بشري مرستو ټولنې سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۲ - ۹:۲۳

د دې هوکړه لیک پر اساس به، په کندهار ولایت کې د شهیدانو او معلولینو (1۵) کورنېو ته د اقتصادي ځان بساینې په موخه د (۶۵۵۰) امریکایی ډالر په ارزښت د رُب او د انارو  د مُربا تولید په برخو کې د کاري فرصتونو زمینه برابره شي.

د یادونې وړ ده چې دغه هوکړه لیک د دې وزارت د پلان او بهرنېو اړیکو رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د بشري مرستو ټولنې مسؤل محترم رحمت الله تر منځ لاسلیک شو او د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره په همغږۍ به د درېیو میاشتو په موده کې تطبیق شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۹:۱۹
Background image

په کابل کې له یوه اړمن یتیم سره د (۲۸۷۰) ډالرو په ارزښت د مسافر وړونکې ریکشا مرسته ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مستحقو یتیمانو د ملاتړ په موخه، د بشري مرستو د خیریه مؤسسې په همکارۍ، د کابل ښار د دولسمې ناحیې اوسېدونکي سبحان‌الله ته د (۲۸۷۰) ډالرو په ارزښت د یوې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۹:۲۶
Background image

د هلمند ولایت پر (١٠) تنو مستحقینو باندې زرنج نقلیه وسایط ووېشل شول

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو او معلولینو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰) تنو مستحقو یتیمانو او معلولیت لرونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۹:۲۴
Background image

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي میر احمد منیر په مشرۍ په یاد رياست کې اداري غونډه ترسره شوه چې پکې د رياست اړوند کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې محترم. . .

BACK TO NEWS