د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې پر (۴۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۸:۵۰
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د (HHRD) مؤسسې په همکارۍ د کابل ولایت اړوند پر (۴۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشلې، په یادو خوراکي توکو کې اوړه، غوړي او ځينې مواد شامل وو، چې د منظم پلان له مخې په شفاف ډول مستحقو کسانو ته ورکړل شول. 

د مرستو د وېش پر مهال د دې وزارت د نشراتو آمر محترم حافظ محمد یعقوب روښان، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست استازي محترم شیرین آغا او د (HHRD) مؤسسې مسؤلینو شتون درلود او د مرستو د وېش له بهیر څخه یې نظارت ترسره کړ.

د یادونې وړ ده چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت تر دې وړاندې هم د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د هېواد په ډیری ولایتونو کې زرګونو تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو په بېلابېلو برخو کې مرستې ترسره کړي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۹:۱۶
Background image

د لغمان ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس یتیمانو او معلولینو ته د فني او حرفوي زده کړو له زده کړه ئيز پروګرام څخه ارزونه ترسره شوه

د لغمان ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم حاجي فيض الله جواد چې د یاد رياست د ټولنیزو خدمتونو مدیر محترم ضياء اللّٰه حيدري يې ملتيا کوله، په یاد ولایت کې د (HHRD) مرستندويه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۹:۱۲
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د دعوت او ارشاد له چارو څخه ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په مشرۍ يو پلاوي چې د مرکزي مفتشینو آمر محترم مولوي امان الله جمالي یې ملتیا کوله، لوګر ولایت ته یې د سفر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۸:۵۹
Background image

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د دعوت او ارشاد له چارو څخه ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په مشرۍ يو پلاوي چې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي او د مرکزي مفتشینو آمر محترم مولوي. . .

BACK TO NEWS