د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې پر (۴۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

asad_admin
Wed, Jul 02 2025 8:50 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د (HHRD) مؤسسې په همکارۍ د کابل ولایت اړوند پر (۴۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشلې، په یادو خوراکي توکو کې اوړه، غوړي او ځينې مواد شامل وو، چې د منظم پلان له مخې په شفاف ډول مستحقو کسانو ته ورکړل شول. 

د مرستو د وېش پر مهال د دې وزارت د نشراتو آمر محترم حافظ محمد یعقوب روښان، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست استازي محترم شیرین آغا او د (HHRD) مؤسسې مسؤلینو شتون درلود او د مرستو د وېش له بهیر څخه یې نظارت ترسره کړ.

د یادونې وړ ده چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت تر دې وړاندې هم د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د هېواد په ډیری ولایتونو کې زرګونو تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو په بېلابېلو برخو کې مرستې ترسره کړي دي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS