د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو لپاره د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو انسټیټوت لخوا د دایر شویو روزنیز ورکشاپونو د مؤثریت د تشخیص په موخه غونډه جوړه شوه چهارشنبه د ۱۴۰۲ کال د وږي ۱۵ په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د شهیدانو او معلولینو چا

nasrat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۵ - ۱۴:۴۹
mmd

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې جوړه شوې وه، په هغه کې د مالي او اداري چارو عمومي رئيس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان، د بشري سرچینو رئیس ښاغلي مولوي محمد موسی صدیقي او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو انسټیټوت څیړونکي ښاغلي محمد نسیم ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کارکوونکو ته چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو انسټیټوت لخوا په (۱۴۰۱) لمریز کال  په بیلابیلو مدیریتي، حمایوي او ظرفیت لوړونې په برخو کې زده کړې ورکړل شوې وې،  په کاري چاپیریال کې یې د مؤثریت د تشخیص پر څرنګوالي هر اړخیز بحث وشو.

په دې غونډه کې د یاد وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو انسټیټوټ له لوري د روزنیزو پروګرامونو په لاره اچول د کارکوونکو د ظرفیت په لوړولو کې خورا مهم وبلل او په یاده برخه کې یې د هراړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

د یادونې وړ ده چې د یادو ورکشاپونو مؤثریت به د هغو کارکوونکو په کاري چاپيریال کې وڅیړل شي چې د یاد انسټیټوت په روزنیزو ورکشاپونو کې یې ګډون کړی وي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۳۹
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په شیګل ولسوالۍ کې پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یتیمانو لپاره د معیاري تعلیمي کمپلکس د جوړولو په موخه غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لا ښه ملاتړ او هغوی ته د تعلیمي فرصتونو د برابرولو په موخه، د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې له استازو سره، په کابل ښار کې د یتیمانو لپاره د معیاري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۶
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۲) مستحقو کورنیو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ځان‌ بسیاینې او د هغوی د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه، د نصیر خیریه بنسټ په مالي همکارۍ پر (۲۲) مستحقو کورنیو. . .

BACK TO NEWS