د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ځینو خصوصي بانکونو له استازو سره د یاد وزارت اړوند پاتې شوېو معلق پیسو د بیرته راګرځولو په موخه غونډه ترسره کړه

nasrat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۶ - ۹:۲۵
mmd

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې جوړه شوې وه په هغه کې د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، د مالي او حسابي چارو رئیس محترم قاري محمد امین درویش او د کابل بانک او میوند بانک استازو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان د ملي بودیجې د پر ځای او پر موقع د مصرفولو په تړاو خبرې وکړې او زیاته یې کړه: "ملي بودیجه یو ملي امانت دی او له نیکه مرغه د ملي عوایدو څخه تمویل کیږي چې په دې برخه کې ټول مکلف دي ترڅو د یادې بودیجې په مصرفولو کې له پوره شفافیت او دقت څخه کار واخلي".

نوموړي همداراز په ځینو خصوصي بانکونو کې د وزارت اړوند، د یتیمانو، کونډو او معلولینو د بیلابیلو دلایلو له امله د پاتې شویو معلق پیسو په هکله هم هراړخیزې خبرې وکړې او د یادو خصوصي بانکونو له استازو څخه یې وغوښتل تر څو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت اړوند معلق شویو پیسو په بیرته راګرځولو کې له یاد وزارت سره پوره همکاري وکړي.

په ورته وخت کې د کابل بانک او میوند بانک استازو د یادو پیسو په بیرته راګرځولو کې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS