د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مسلکي او تخنیکی چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند په هرات ولایت کې د یو شمېر فدایانو کورنېو سره له نږدې وکتل

asad_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۱:۱۵

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مسلکي او تخنیکی چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند هرات ولایت ته یې د سفر په ترڅ کې د دې ولایت په مرکز او پښتون زرغون، شينډنډ، اوبه، ادرسکن، ګذره او چشت ولسوالېو کې د یو شمېر فدایانو او متعددو مجرد شهيدانو له کورنېو سره له نږدې وکتل، هغوی ته یې د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل او له یادو کورنېو سره یې یو اندازه نغدي مرسته هم ترسره کړه.

محترم الحاج ملا عبدالرزاق اخند د فدایانو او متعددو مجردو شهيدانو له کورنېو سره په کتنه کې وویل: ستاسو پلرونو، اولادونو او وروڼو د اسلامي نظام  د قايمېدلو لپاره قرباني ورکړې ده او دا د هغوی د وينو برکت دی چې نن يو اسلامي او سپېڅلی نظام لرو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۶
Background image

په کاپیسا ولایت کې د مسلکي او حرفوي زده کړو د ښوونکو لپاره جوړ شوی ښوونیز ورکشاپ پای ته ورسید

د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د افغان ځوانانو لپاره د تعلیمی او صحي مؤسسې سره په همغږۍ د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره د فني او حرفوي زده کړو د ښوونې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند هرات ولایت ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند نن هرات ولایت ته ورسید، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، د مالي او حسابي چارو رئيس محترم مولوي محمد امین. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۱
Background image

د تخار ولايت دوو ولسوالیو ته د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس سفر

د تخار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ يو پلاوي چې د یاد رياست مدیرانو یې ملتيا کوله، د‌ شهیدانو کورنیو او معلولینو د‌ وضعیت د ارزونې په موخه،. . .

BACK TO NEWS