د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال د تخار ولایت په ورسج او فرخار ولسوالیو کې د شهیدانو له یو شمیر وارثینو او معلولینو سره له نږدې وکتل

nasrat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۷ - ۱۳:۵۶
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالرزاق آخند، د تخاروالي ښاغلي شیخ ضیاالرحمن مدنی او ورسره مل پلاوي د تخار ولایت په ورسج او فرخار ولسوالیو کې د شهیدانو له یو شمیر وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو سره له نږدې وکتل، د هغوی ستونزې یې واوریدې او د هغوی سره یې نغدي مرسته ترسره کړه.

د دې سفر په لړ کې یاد پلاوي د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست اړوند مسؤلینو ته لارښوونه وکړه تر څو د یتیمانو د وکیلانو له خوا د یتیمانو د میاشتنې نغدي مرستو د ورکړۍ څرنګوالی وڅیړي تر څو یتیمان خپل حقوق په ښه توګه  ترلاسه کړي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۳۹
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په شیګل ولسوالۍ کې پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یتیمانو لپاره د معیاري تعلیمي کمپلکس د جوړولو په موخه غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لا ښه ملاتړ او هغوی ته د تعلیمي فرصتونو د برابرولو په موخه، د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې له استازو سره، په کابل ښار کې د یتیمانو لپاره د معیاري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۶
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۲) مستحقو کورنیو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ځان‌ بسیاینې او د هغوی د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه، د نصیر خیریه بنسټ په مالي همکارۍ پر (۲۲) مستحقو کورنیو. . .

BACK TO NEWS