د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال د تخار ولایت په ورسج او فرخار ولسوالیو کې د شهیدانو له یو شمیر وارثینو او معلولینو سره له نږدې وکتل
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالرزاق آخند، د تخاروالي ښاغلي شیخ ضیاالرحمن مدنی او ورسره مل پلاوي د تخار ولایت په ورسج او فرخار ولسوالیو کې د شهیدانو له یو شمیر وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو سره له نږدې وکتل، د هغوی ستونزې یې واوریدې او د هغوی سره یې نغدي مرسته ترسره کړه.
د دې سفر په لړ کې یاد پلاوي د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست اړوند مسؤلینو ته لارښوونه وکړه تر څو د یتیمانو د وکیلانو له خوا د یتیمانو د میاشتنې نغدي مرستو د ورکړۍ څرنګوالی وڅیړي تر څو یتیمان خپل حقوق په ښه توګه ترلاسه کړي.