د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست تر لیدنې وروسته د یاد ولایت له والي سره وکتل
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي كلیم الله افغان او ورسره مل پلاوي چې په هغې کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او حسابي رئیس ښاغلې قاري محمد امین درویش، د څارنې او ارزونې، د تفتیش او همدارنګه د بشري سرچینو ریاستونو استازي شامل دي، د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست تر ارزونې وروسته نوموړي د دې ریاست د ستونزو او ننګونو د حل په موخه د پکتیکا ولایت له والي ښاغلي مولوی عبدالله مختار سره وکتل، او د یاد ریاست پر وړاندې شته ستونزې او ننګونې د هغه سره شریکې کړې.
په همدې حال کې د پکتیکا ولایت والي ښاغلي مولوي عبدالله مختار د یاد ریاست د ستونزو او ننګونو له اوریدو وروسته ژمنه وکړه، چې د دې ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست پر مخ پرتې ستونزې او ننګونې به په بشپړه توګه حل کړي.