د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست تر لیدنې وروسته د یاد ولایت له والي سره وکتل

nasrat_admin
Sat, Aug 06 2022 8:39 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو  چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي كلیم الله افغان او ورسره مل پلاوي چې په هغې کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او حسابي رئیس ښاغلې قاري محمد امین درویش، د څارنې او ارزونې، د تفتیش او همدارنګه د بشري سرچینو ریاستونو استازي شامل دي،  د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست  تر ارزونې وروسته نوموړي د دې ریاست د ستونزو او ننګونو د حل په موخه د پکتیکا ولایت له والي ښاغلي  مولوی عبدالله مختار سره وکتل، او د یاد ریاست پر وړاندې شته ستونزې او ننګونې د هغه سره شریکې کړې.

په همدې حال کې د پکتیکا ولایت والي ښاغلي مولوي عبدالله مختار د یاد ریاست د ستونزو او ننګونو له اوریدو وروسته ژمنه وکړه، چې د دې ولایت د شهیدانو او معلولینو  چارو ریاست پر مخ پرتې ستونزې او ننګونې به په بشپړه توګه حل کړي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS