د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه ترسره شوه
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه د یاد وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبدالمجید آخوند په مشرۍ د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالرزاق آخوند، د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، او د اړوندو څانګو د رئیسانو په شتون کې ترسره شوه.
د ننۍ غونډې موضوعات چي د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دفتر رئیس ښاغلي قاري شاه محمد دوست لخوا غونډې ته وړاندې کړل شو، په کې یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو ته د معلوماتو وړاندې کولو په موخه د اړیکو مرکز ( کال سنټر) فعالول، د لاوارثه یتیمانو لپاره د خادمانو ګمارل چې د هغوې ستونزې حل کړل شي، همدارنګه د معلولینو او یتیمانو د تثبیت فورمې په سم ډول ډکولو په موخه هر اړخیزې خبرې اترې وشوې او د اړوندو څانګو مسئولینو ته لارښوونه وشوه، تر څو په مرکز او ولایتونو کې د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو د تثبیت فورمې په منظمه او اساسي ډول ډکې کړي. همداراز د طرحې سره سم د بودیجې پر مصرفولو هم ټینګار وشو، د غونډې په ترڅ کې د طبیعي معلولینو ( چې یو عضو یې معلول وي) او د مجرد شهیدانو کورنېو ته د حقوقو د ورکړې موضوع هم وڅیړل شوه او د یادو ستونزو او مسائلو د څیړلو په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې ورکړل شوې.