د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه ترسره شوه

nasrat_admin
Tue, Aug 16 2022 8:23 AM
MMD

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه د یاد وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبدالمجید آخوند په مشرۍ د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالرزاق آخوند، د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، او د اړوندو څانګو د رئیسانو په شتون کې ترسره شوه.

 د ننۍ غونډې موضوعات چي د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دفتر رئیس ښاغلي قاري شاه محمد دوست لخوا غونډې ته وړاندې کړل شو، په کې یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو ته د معلوماتو وړاندې کولو په موخه د اړیکو مرکز ( کال سنټر) فعالول، د لاوارثه یتیمانو لپاره د خادمانو ګمارل چې د هغوې ستونزې حل کړل شي، همدارنګه د معلولینو او یتیمانو د تثبیت فورمې په سم ډول ډکولو په موخه  هر اړخیزې خبرې اترې وشوې او د اړوندو څانګو مسئولینو ته لارښوونه وشوه، تر څو په مرکز او ولایتونو کې د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو د تثبیت فورمې په منظمه او اساسي ډول ډکې کړي. همداراز د طرحې سره سم د بودیجې پر مصرفولو هم ټینګار وشو، د غونډې په ترڅ کې د طبیعي معلولینو ( چې یو عضو یې معلول وي) او د مجرد شهیدانو کورنېو ته د حقوقو د ورکړې موضوع هم وڅیړل شوه او د یادو ستونزو او مسائلو د څیړلو په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې ورکړل شوې.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS