د بغلان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د کارکوونکو لپاره جوړ شوی روزنيز ورکشاپ په بریالیتوب سره پای ته ورسېد

asad_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۹:۲۸

د بغلان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د ولسوالیو مديرانو لپاره د نوي بريښنايي سيسټم له لارې د مياشتني نغدي مساعدتونو د ورکړې بهير، د هغوی د کاري وړتياوو د لوړولو او ځینو برخو کې درې ورځني روزنيز ورکشاپ پیل کړی وو، چې یاد ورکشاپ نن په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا احسان الله عابد په روزنيز ورکشاپ کې د کارکوونکو د فعال ګډون او هڅو قدرداني وکړه او د خپلو لارښوونو په ترڅ کې یې په دندو کې د دقت، د مراجعینو سره د ښه او مناسب چلند، د کاري اصولو د رعایت کولو، په اجراآتو کې د بشپړ شفافیت او د مراجعینو ستونزو ته د ښې رسیدنې په موخه یې لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۹:۲۸
Background image

د بغلان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د کارکوونکو لپاره جوړ شوی روزنيز ورکشاپ په بریالیتوب سره پای ته ورسېد

د بغلان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د ولسوالیو مديرانو لپاره د نوي بريښنايي سيسټم له لارې د مياشتني نغدي مساعدتونو د ورکړې بهير، د هغوی د کاري وړتياوو د لوړولو او ځینو برخو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۱۱
Background image

د هرات، بادغیس او فاریاب ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو د اجراآتو ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې رئیس محترم مولوي نورالحق حقاني په مشرۍ يو پلاوی چې د یاد ریاست کارکوونکو یې ملتیا کوله، د شهیدانو ورثه وو او معلولینو ته د وړاندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱۲
Background image

په کندز ولایت کې یو شمېر یتیمانو او معلولینو ته د حرفوي زده کړو پروګرام له بشپړولو وروسته د کار وسایل ووېشل شول

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې مرستندویه مؤسسې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز، امام صاحب او علي آباد ولسوالیو کې د یو شمېر یتیمانو او معلولینو لپاره د خیاطۍ،. . .

BACK TO NEWS