د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبري شورا غونډه ترسره شوه

farahmand_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۹/۱۴ - ۱۴:۳۴
mmd

یاده غونډه د شهیدانو او معلولینو چارو  وزارت د  پلان او همغږۍ مرستیال مولوي عبدالرازق اخوند په مشرۍ جوړه شوه، په دې غونډه کې د 1401 مالي کال د بودجې د منظورۍ او د  1400 مالي کال بودجې د لګښت په اړه بحث او خبرې وشوې.  

د بشري سرچینو رییس ښاغلي محمد موسی صدیقي د بالمقطع کارمندانو د قراردادونو د نوي کېدو په اړه بحث او خبرې وکړې او همدارنګه د کارماندانو د ID کارتونو د نوي کېدو په اړه هم تصمیم ونیول شو

د غونډې په ترڅ کې د پیغمبر اعظم د توانبخشي رییس د شهیدانو او معلولینو چارو له مقام څخه هیله وکړه چې بهرني ډونران او خیریه بنسټونه دې ته وهڅوي چې د یاد ریاست هغه برخې چې تر اوسه فعاله نه دي فعاله کړي او همدارنګه د درملو او د مصنوعي غړو د جوړولو د مواد په برخه کې هم له دوی سره مرسته وکړي.  

د غونډې په پای کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مالي او اداري چارو لوی رییس مولوی کلیم الله افغان اړوندو ریاستونو ته لارښوونه وکړه تر څو له مربوطه بانکونو څخه دې د تېرو څو کلونو د شهیدانو او معلولینو د حقوقو د ورکړې راپور وغوښتل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۷ - ۹:۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه جوړه شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت دخدمتونو د وړاندې کولو او ملاتړ مرستیال ښاغلي شیخ عبدالحکیم په مشرۍ او د اړوندو ریاستونو د رییسانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۶ - ۱۰:۱۴
Background image

په معلولیت لرونکو وګړو او د شهيدانو په کورنیو باندې د مرستو کڅوړۍ ووېشل شوې

اتيا تنو معلوليت لرونکو وګړو  او د شهيدانو کورنیو  او بې وزلو د بيت السلام خيريه بنسټ له بشري مرستو څخه ګټه پورته کړه. په دغو مرستو کې چې (خوراکي توکي، البسه) اویوه اندازه نغدي افغانۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۱ - ۱۴:۳۱
Background image

به افراد دارای معلولیت در وزارت امور شهدا و معلولین کمک های نقدی صورت گرفت

به تعداد ۴۰ تن اشخاص دارای معلولیت از کمک های نقدی این وزارت مستفید شدند این کمک ها که شامل پنج هزار افغانی پول نقد می شد از طرف موسسه خیریه دانا به افراد دارای معلولیت توزیع شد.

محتر. . .

BACK TO NEWS