د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبري شورا غونډه ترسره شوه

farahmand_admin
Sun, Dec 05 2021 2:34 PM
mmd

یاده غونډه د شهیدانو او معلولینو چارو  وزارت د  پلان او همغږۍ مرستیال مولوي عبدالرازق اخوند په مشرۍ جوړه شوه، په دې غونډه کې د 1401 مالي کال د بودجې د منظورۍ او د  1400 مالي کال بودجې د لګښت په اړه بحث او خبرې وشوې.  

د بشري سرچینو رییس ښاغلي محمد موسی صدیقي د بالمقطع کارمندانو د قراردادونو د نوي کېدو په اړه بحث او خبرې وکړې او همدارنګه د کارماندانو د ID کارتونو د نوي کېدو په اړه هم تصمیم ونیول شو

د غونډې په ترڅ کې د پیغمبر اعظم د توانبخشي رییس د شهیدانو او معلولینو چارو له مقام څخه هیله وکړه چې بهرني ډونران او خیریه بنسټونه دې ته وهڅوي چې د یاد ریاست هغه برخې چې تر اوسه فعاله نه دي فعاله کړي او همدارنګه د درملو او د مصنوعي غړو د جوړولو د مواد په برخه کې هم له دوی سره مرسته وکړي.  

د غونډې په پای کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مالي او اداري چارو لوی رییس مولوی کلیم الله افغان اړوندو ریاستونو ته لارښوونه وکړه تر څو له مربوطه بانکونو څخه دې د تېرو څو کلونو د شهیدانو او معلولینو د حقوقو د ورکړې راپور وغوښتل شي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS