د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو په ریاست کې د کاري بهیر د ښه والي او د چارو د ښې همغږۍ په موخه اداري غونډه ترسره شوه

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۱ - ۸:۴۷

یاده غونډه چې د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي په مشرۍ جوړه شوې وه په هغه کې د یاد ریاست د استخدام آمر محترم الحاج محمد انور سخي زاده، د سوانحو او ارزونې آمر محترم کریم الله فاروقي، د ظرفیت لوړولو او اداري پراختیا ‌آمر محترم عزیز احمد احمدي او د یاد ریاست ټولو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي په دې وزارت کې د بالمقطع او (NTA)  کارکوونکو د قراردادونو د تمدیدولو پر څرنګوالي، په(HRMIS) سیسټم کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ۱۴۰۳ کال د تشکیل د ثبت او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست له لوري د هغه منظورۍ، د کارکوونکو د الکټرونیکي حاضري لپاره د نوي سیسټم جوړولو او د هغه د پلي کولو پر څرنګوالي او همداراز د تحصیلي سویو په نظر کې نیولو سره د ولایتي کارکوونکو د سوانحو (۲۱۰) دفترونو د نهایي کولو په هکله خبرې وکړې.

د دې غونډې په ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت اړوند مرکزي او ولایتي بستونو او په ځانګړي توګه د ۱۴۰۳ کال په تشکیل کې د نوېو جوړو شوېو بستونو او همداراز د هغو بستونو عنوانو چې بدلون موندلی دی، د دندو لایحو د بېاکتنې په موخه يې کمېټه وټاکل شوه، یاده کمېټه به، د پورتنېو ذکر شوېو بستونو د دندو لایحې اصلاح کړي.

په پای کې محترم مولوي محمد موسی صدیقي د یاد ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو څخه وغوښتل ترڅو ورسپارل شوې دندې په پوره اخلاص او همغږۍ ترسره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۹:۱۹
Background image

په کابل کې له یوه اړمن یتیم سره د (۲۸۷۰) ډالرو په ارزښت د مسافر وړونکې ریکشا مرسته ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مستحقو یتیمانو د ملاتړ په موخه، د بشري مرستو د خیریه مؤسسې په همکارۍ، د کابل ښار د دولسمې ناحیې اوسېدونکي سبحان‌الله ته د (۲۸۷۰) ډالرو په ارزښت د یوې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۹:۲۶
Background image

د هلمند ولایت پر (١٠) تنو مستحقینو باندې زرنج نقلیه وسایط ووېشل شول

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو او معلولینو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰) تنو مستحقو یتیمانو او معلولیت لرونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۹:۲۴
Background image

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي میر احمد منیر په مشرۍ په یاد رياست کې اداري غونډه ترسره شوه چې پکې د رياست اړوند کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې محترم. . .

BACK TO NEWS