د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې تر منځ څه باندې (۲۱) میلیونه افغانیو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۵:۹

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د ملاتړ په موخه، د (۲۱) میلیونه او (۵۱۰) زره افغانیو په ارزښت چې معادل یې (۳) لکه، (۱۳) زره او (۸۳۲) ډالر کېږي، د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، د دې هوکړه لیک له مخې به (۷۰۲) تنو مستحقو یتیمانو ته په کابل، پروان، پکتیا، خوست، کونړ، لوګر، ننګرهار، غزني، میدان وردک، بلخ او کاپیسا ولایتونو کې نغدي مرستې ووېشل شي، هر مستحق یتیم به، په میاشتني ډول ځانګړې شوې نغدي مرستې چې د یوه کال مجموعه یې (۲۴۴۸۰) افغانۍ کېږي، ترلاسه کړي، دا مالي مرسته به د یتیمانو د اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د کورنیو د ورځنیو ستونزو  پهکمولو کې اغیزمن رول ولوبوي.

د همکارۍ  دغه هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې رئیس محترم محمد آصف فولاد ترمنځ لاسلیک شو، چې د تطبیق چارې به یې د پورته ذکر شویو ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو  سره په همغږۍ پر مخ یوړل شي.

محترم ملا صدوخان حق ‌شناس د هوکړه‌ لیک د لاسلیک پر مهال د مؤسسې له مسؤلینو څخه یتیمانو ته د پاملرنې له امله مننه او قدرداني وکړه او د مؤسسې له مسؤلینو یې غوښتنه وکړه چې د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره نورې ورته پروژې هم ځانګړې کړي، تر څو د هغوی اقتصادي ستونزو ته په هر اړخیزه توګه رسېدنه وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او افغانستان د سره بشري همکارۍ (HHOA) مؤسسې ترمنځ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، افغانستان  سره د بشري همکارۍ (HHOA) مؤسسې سره د (۷) لکه، (۹۵) زره او (۶۲۱) ډالرو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

د غزني ولایت پر (۷۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوه خیریه بنسټ په همکارۍ د قره باغ، ګیرو، آب بند او مقر ولسواليو اړوند پر (۷۰۰) مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو باندې مرستې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۴۴
Background image

په بغلان ولایت کې پر (۶۲) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوه ملي تجار په همکارۍ د یتیمانو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه، پر (۶۲) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې، چې هر مستحق. . .

BACK TO NEWS