د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت پلاوي د هرات ولایت د مقام له مرستیالانو سره وکتل

mmd_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۶ - ۱۰:۴
pic

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت له لوري هرات ولایت ته استول شوي پلاوي د دې ولایت د مقام له مرستیالانو سره وکتل

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي د لارښوونې سره سم د دې وزارت له ریاستونو څخه مرکب هیئت چې د څار او ارزونې د رئیس ښاغلي ګل احمد عثماني په مشرۍ د دې لایت د شهیدانو او معلولینو چارو د آمریت د ستونزو، اجراآتو د ارزونې، مالي او اداري ستونزو د حل په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.
په دې لیدنو او کتنو کې د وزارت استازي د هرات ولایت د ټولنیزو چارو مرستیاله آغلې مونسه حسن زاده او د دې ولایت د مقام مالي او اداري مرستیال ښاغلي ډاکتر غلام داوود هاشمي ته د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د وزیر پیغام شریک کړ.
په دې ناسته کې ښاغلي ګل احمد عثماني د وزارت په استازیتوب د هرات ولایت له مقام څخه د دې وزارت د اصلاحي برنامو د هر اړخیز ملاتړ او د جمهوري ریاست د عالي مقام د حکم په اساس د شهیدانو د ورثې د اسنادو او وثیقو ارزونه، د بایومتریک پروسې د تطبیق، د روڼتیا تامینول او د شهیدانو او معلولینو د ستونزو حل کول وو.
په پای کې آغلې حسن زاده او ښاغلي هاشمي هرات ولایت ته د شهیدانو او معلولینو چارو آمریت څخه د لیدنې د اجراآتو د ارزونې په موخه د استول شوي استازي څخه مننه او قدرداني وکړه او د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت له همکارۍ څخه یې مننه وکړه.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۳۹
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په شیګل ولسوالۍ کې پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یتیمانو لپاره د معیاري تعلیمي کمپلکس د جوړولو په موخه غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لا ښه ملاتړ او هغوی ته د تعلیمي فرصتونو د برابرولو په موخه، د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې له استازو سره، په کابل ښار کې د یتیمانو لپاره د معیاري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۶
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۲) مستحقو کورنیو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ځان‌ بسیاینې او د هغوی د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه، د نصیر خیریه بنسټ په مالي همکارۍ پر (۲۲) مستحقو کورنیو. . .

BACK TO NEWS