د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير د يو شمير شهيدانو ورثې او معلولينو استازو ستونزې او نظرونه واوريدل

sadiq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۹ - ۹:۴۰
sa

د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير د يو شمير شهيدانو ورثې او معلولينو استازو ستونزې او نظرونه واوريدل

نن سه شنبه د مرغومي په ۱۸مه، د شهيدانو او معلولينو چارو وزیر پوهنمل حميدالله فاروقي د يو شمير شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو استازو سره وکتل او د هغوی ستونزې، غوښتنې، اندیښنې او وړانديزونه يې واوريدل.

د ناستې په پيل کې د معلولينو په استازيتوب حاجي حسن، شاه ولي، حقپرست او يو شمير نورو ګډونوالو ښاغلي فارقي ته د حقونو د ځنډ، په م۱۱ فورم کې د موجوده ستونزې، د سرپناه نشتون، زده کړو، روغتيا، د معلولينو ترمنځ توپيري چلند، کارموندنې، د قانون تعديل او نورې اړوند ستونزې شريکې کړې او د وزارت مشرتابه څخه يې د حل غوښتنه وکړه.

ورپسې د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير ښاغلي حميدالله فاروقي وويل: تېرو څلورو لسيزو جنګ افغانانو ته له مرګ ژوبلې، ويجاړۍ او بربادۍ پرته بل څه په ميراث نه دي پرېښودلي او له بده مرغه اوس هم همدغه ناوړه جګړه هره ورځ له افغانانو قرباني اخلي.

د ښاغلي فاروقي په خبره، چې د شهيدانو ورثې او معلولينو ستونزو ته د رسيدنې په برخه کې يې هوډ قوي دی او له شته امکاناتو په ګتنې به هڅه وکړي، چې ټولو موجوده ستونزو ته د قانون په رڼا کې مناسبې حللارې ومومي.

ښاغلي فاروقي د ناستې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې په م ۱۱ فورم کې يې شته ستونزې هوارې کړې او د پلې کيدو لپاره يې اړونده چارواکو ته لازمې لارښوونې کړې دي.

د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير د معلوليت ملي ستراتيژۍ يادونه هم وکړه او په خبره يې، چې که ياده ستراتيژي پلې شي؛ نو په زياترو برخو کې به ددې قشر ستونزې حل شي.

نوموړي د وزارت په چارو کې سمون او د روڼتيا ټينګښت د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو په همکارۍ او ګډکار پسې تړلی وګاڼه او د چارو د ښه والي او پر وخت د ترسراوي لپاره یې د هغوی همغږي، مشورې او له وزارت سره له نږدې کار کول اړين وبلل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۵
Background image

په کنړ ولایت کې سلګونو مستحقو کورنيو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د وطن د مرستو او پرمختګ مؤسسی سره په همغږۍ د مرکز اسعداباد په شمول سرکاڼو، منوره، وټه پور، درۀ پیج، شیګل او شلطن ولسوالیو کې (۲۰۰) تنو کونډو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۲
Background image

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت کې پر (۱۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ او د هغوی لومړنيو اړتياوو ته د ښې رسېدنې په موخه، د یو شمېر بهرنيو سیلانیانو په همکارۍ پر (۱۵۰) تنو مستحقو یتیمانو،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۰
Background image

په هلمند ولایت کې (١٠٠) تنو مستحقو معلولینو ته ویلچرونه ووېشل شول

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د HHRD مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت په مرکز  کې پر (١٠٠) تنو مستحقو معلولینو باندې ویلچرونه ووېشل.

د یادو ویلچرونو د وېش پر مهال د. . .

BACK TO NEWS