د بغلان ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه جوړه شوه

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۹ - ۹:۳۳
mmd

د کاري بهیر د لاښه والي او د چارو د ښې همغږۍ په موخه د بغلان ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم ملا احسان الله عابد په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه، په دغې غونډه کې د یاد ریاست د تأدياتو او محاسبې او همداراز  د‌ ولسوالېو اړوند مديرانو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د ۱۴۰۳ مالي کال په درېیمه ربعه کې یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د میاشتنۍ نغدي مرستو د ورکړې پر څرنګوالي او دغه راز د یادې پروسې د چټکتیا په اړه بحث وشو او د ياد بهیر د لا ښه والي په موخه اړوند کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وشوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۴ - ۱۰:۱۰
Background image

د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس په دې ولایت کې د یوناما دفتر له سیاسي مسؤلې سره وکتل

د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم شاه ولي احمدي په دې ولایت کې د یوناما دفتر له سیاسي مسؤلې آغلې سارادیمول سره وکتل، په دې کتنه کې یتیمانو، کونډو او معلولینو سره د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۴ - ۱۰:۷
Background image

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس په سوېل ختیځ زون کې د یوناما د سیاسي دفتر استازولې له مسؤلینو سره وکتل

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد نبي وهاج په سوېل ختیځ زون کې د یوناما سیاسي دفتر استازولې له مسؤلینو وکتل، په دې کتنه کې د پکتیکا ولایت اړوند یتیمانو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۴ - ۱۰:۱
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مستحقو کونډو ته د اقتصادي ځان بساینې به موخه د ثمرقند افغانستان ټولنیزې مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

یاد هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدو خان حق شناس او د ثمرقند افغانستان ټولنیزې مؤسسې د پروژو مسؤل محترم اجمل بریالي ترمنځ لاسلیک شو،. . .

BACK TO NEWS