د غور ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د ياد ولايت له والي سره وکتل

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۸:۴۴

د غور ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم الحاج مولوي ګل احمد متوکل چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مرکزي مفتشینو آمر محترم مولوي امان الله جمالي یې ملتیا کوله، د‌ یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي حیات الله مبارک سره لیدنه وکړه.

د دې لیدنې پر مهال د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو پر وړاندې شته ستونزې او ننګونې له محترم والي سره شریکې شوې، په ورته وخت کې والي صاحب هم ډاډ ورکړ چې د یتیمانو او معلولینو د کورنیو د ستونزو د حل په برخه کې به لازم اقدامات ترسره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۸:۴۶
Background image

د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د فني او حرفوي زده کړو د استادانو لپاره د جوړ شوي روزنیز ورکشاپ څخه لیدنه وکړه

یاد روزنیز ورکشاپ د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په همغږۍ د ټولنې پیاوړتیا مؤسسې له لوري د فني او حرفوي زده کړو د (۷۰) تنو استادانو لپاره جوړ شوی دی.

د دې ورکشاپ له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۸:۴۳
Background image

په کاپیسا ولایت کې د حرفوي زده کړو پروګرامونو د پلي کېدو لپاره د استادانو د ګمارنې په موخه ازموینه واخیستل شوه

د کاپيسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري، د افغان ځوانانو لپاره د تعلیمي او صحي مؤسسې په همکارۍ، د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د اقتصادي ځان‌بسیاینې په موخه د فني او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۸:۳۶
Background image

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له کړنو او اجراآتو څخه بررسی ترسره شوه

د چارو د لا ښه والي او د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته د شفافو او غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي بغلان ولایت ته سفر وکړ. . .

BACK TO NEWS