د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ته د حقوقو د ورکړی په موخه د عزیزي بانک له استازو سره ناسته

mmd_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۹ - ۱۰:۳۹
انځور

د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ته د حقوقو ورکړې په برخه کې د اسانتیا رامنځته کولو په موخه د عزیزي بانک له استازو سره ناسته ترسره شوه.

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې ددولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي د مالیې وزارت او د عزیزي بانک له استازو سره کاري ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د عزیزي بانک مسولینو ته لارښوونه وشوه چې د دوو ادارو تر مینځ د امضا شوې هوکړه لیک ټول موارد باید عملا تطبیق شي او له دې وروسته د ټولو شهیدانو وارثین او معلولین چې په عزیزي بانک کې بانکي کارت ولري، باید له دې بانک څخه په مرکز او ولایاتو کې خپل کلني حقوق په ساده، اسانه او شفافه توګه ترلاسه کړي.

عزیزي بانک سره د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د هوکړه لیک پر بنسټ، د شهیدانو وارثین او معلولیت لرونکي وګړي له دې بانک څخه د (ATM یا په اتومات ډول د پیسو ورکړې ماشین) څخه هر مهال او هر ځای خپل حقوق ترلاسه کولای شي. همدارنګه د عزیزي بانک کارت لرونکي معلولین او د شهیدانو وارثین په ولسوالیو کې هم کولای شي د (POS) ماشینونو څخه هم خپل معاشات واخلي. د عزیزي بانک د (POS) خدمتونه د افغانستان په ۲۰۰ ولسوالیو کې فعال دي. سربېره پر دې عزیزي بانک د (SMS) یا پیغام سیستم هم فعالوي، چې د شهید د وارث یا معولیت لرونکي شخص بانکي حساب کې د پیسو له جمع کېدو سره به یې موبایل ته په اتومات ډول د خبرتیا پیغام لېږل کېږي او اړ نه دي، چې مرکز ته د خپلو معاشاتو د اخیستو لپاره راشي. دوی کولای شي په خپلو اړوندو سیمو کې یې هم ترلاسه کړي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۰:۳۸
Background image

په لوګر ولایت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د مرستو وېش

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې دوه بوری اوړه،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۰:۳۷
Background image

د پکتیا ولایت یو شمېر ولسوالیو ته د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس سفر

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد رسول حنفي د ځاځي اریوب، احمدخېل او لجه منګل ولسوالیو ته سفر وکړ. د دغه سفر موخه یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۰:۳۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو د چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو د چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې پکې د اړوندو څانګو آمرینو او کارکوونکو ګډون کړی وو. . .

BACK TO NEWS