د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (IHH) خیریه مؤسسې تر منځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۹:۳۵

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د (IHH) خیریه مؤسسې د رئيس محترم سلیمان ایپلي ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو، چې موخه ‌یې د یتیمانو، کونډو او معلولینو لاسنیوی، ملاتړ او د هغوی لپاره د مرستو برابرول دي.

د دې هوکړه لیک پر اساس به، په کابل، کندهار، غزني، زابل او هلمند ولایتونو کې (۲۰۰۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره خوراکي توکي او ژمنۍ البسه چمتو او ووېشل شي.

 د دې پروژې ټولیز ارزښت چې (۷۵) زره او (۵۰۰) ډالره کېږي، د یادو ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو سره په همغږۍ به تطبیق شي.

د هوکړه‌ لیک د لاسلیک پر مهال، محترم مولوي ثناء الله فرقاني د یادې مؤسسې څخه د یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو لپاره د شویو مرستو مننه او قدرداني وکړه او د مؤسسې له مسؤل یې وغوښتل چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره په همغږۍ د یتیمانو او معلولینو د اقتصادي ځان‌بسیاینې په برخه کې د مرستو لړۍ نوره هم پراخه کړي، تر څو د دې لارې د شهیدانو کورنۍ او معلولین اقتصادي ځان‌بسیاینې ته ورسېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۵۶
Background image

په لوګر ولایت کې د مسلکي او حرفوي زده کړو د ښوونکو لپاره جوړ شوی ښوونیز ورکشاپ پای ته ورسید

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د افغانستان بشري مرستو مؤسسې سره په همغږۍ د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره د فني او حرفوي زده کړو د ښوونې په موخه، د (۷۰) تنو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۵۱
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو لپاره د ښوونیزو اړتیاوو سنجونې پروګرام ترسره شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ملکي خدمتونو انسټیټیوټ سره په همغږۍ د دې وزارت کارکوونکو لپاره د ښوونیزو اړتیاوو د سنجونې پروګرام ترسره کړ.

یاد پروګرام چې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۹:۲۳
Background image

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له کړنو او اجراآتو څخه بررسي ترسره شوه

د چارو د لا ښه والي او د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته د شفافو او غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي بلخ ولایت ته سفر وکړ،. . .

BACK TO NEWS