په بادغیس ولایت کې د شهیدانو او معلولینو پر (۹۰۰) کورنيو باندې مرستې ووېشل شوې

د بادغیس ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت اړوند د شهیدانو او معلولینو پر (۹۰۰) مستحقو کورنيو باندې د خوراکي توکو مرستې چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوړي او ځینې نور خوراکي مواد هم شامل وو، په منظم او شفاف ډول ووېشل.
د مرستو د وېش پر مهال، د بادغیس والي محترم الحاج حافظ محمد امین جان عمري د مرستندویه مؤسسې له مسؤلینو یې قدرداني وکړه، چې تل یې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو لاسنیوی او ملاتړ کړی دی.