د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو رياست کې د لا زياتې همغږۍ او د کاري بهير د ښه ‌والي په موخه اداري غونډه ترسره شوه

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۹:۳۷

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي تر مشرۍ لاندې اداري غونډه ترسره شوه، چې په هغه کې د ریاست اړوند آمرینو او ټولو کارکوونکو ګډون کړی وو.

د غونډې په پېل کې د اړوندو څانګو کارکوونکو د تېرو دوو اوونيو د فعاليتونو، کړنو او اجراآتو مفصل راپور وړاندې کړ. وروسته په دقيق ډول د کارکوونکو د دندو لایحو د څيړلو په هکله بحث وشو، ورپسې د تصفیوي کمیسیون له خوا د مجاهدينو د جهاد  دورې د خدمت په نهایي او تایید شوو فورمو کې د قدم د محاسبې موضوع او همدارنګه د مرکزي او ولایتي ریاستونو اړوند کارکوونکو د فعاليتونو او اجراآتو د وروستۍ ارزونې د پايلو د څېړنې په هکله، چې څه موده وړاندې ترسره شوی وه، هم هر اړخيز بحث وشو.

په دې غونډه کې ګډونوالو د چارو د لاښه والي په موخه خپل وړاندیزونه او نظرونه شریک کړل، په پای کې محترم مولوي محمد موسی صدیقي هم د کارکوونکو ترمنځ د ښې همغږۍ د پیاوړتیا او د چارو د ښه مؤثریت په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۵۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د (HHRD) نړیوالې مؤسسې د مسؤلینو هڅې وستایلې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د (HHRD) نړیوالې مؤسسې رئیس محترم قاري عبیدالله فیصل او د یادې مؤسسې مرستیال محترم همایون نوري ته، د یتیمانو، کونډو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۵۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ژوند د هوساینې او پرمختګ مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ملاتړ او لاسنیوي په موخه د ژوند د هوساینې او پرمختګ (LRD) مؤسسې سره د (۲۴) زره او (۴۶۵) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه چې په کې د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د. . .

BACK TO NEWS