محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني په ننګرهار ولایت کې د شهیدانو او معلولینو کورنیو سره نغدي مرسته ترسره کړه

asad_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۶ - ۱۲:۳۷
mmd

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د ننګرهار ولایت اړوند د چپرهار ولسوالۍ په غلام ډاګ کلي کې د یو شمېر شهیدانو کورنيو او معلولينو پوښتنې او لیدو ته ورغی، هغوی ته یې د خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کړل او هرې کورنې سره یې یو اندازه نغدي مرسته هم ترسره کړه.

محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د دې سفر پر مهال یادو کورنیو ته یې ډاډ ورکړ چې د شهیدانو وارثین او معلولین یواځې نه پرېښودل کېږي او د هغوی اقتصادي او ټولنیز وضعیت ته به لا ډیره پاملرنه وشي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۴:۱۴
Background image

د کابل ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې (۴۹) مستحقو کورنيو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې

د کابل ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د قمر خیریه بنسټ په مالي ملاتړ پر (۴۹) مستحقو کونډو او معلولینو باندې نغدي مرستې ووېشلې چې هر مستحق ته (۱۴۵۰۰) افغانۍ ورکړل شوې.

دغه مرستې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۴:۱۳
Background image

په زابل ولایت کې یو شمېر مستحقو یتیمانو ته زرنج نقليه وسایط ووېشل شول

د زابل ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د (IHH) نړيوالې مؤسسې په مالي ملاتړ او همغږۍ د یاد ولایت پر (۱۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې زرنج نقليه وسایط ووېشل.

د یادو وسایطو د وېش پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۴:۱۲
Background image

په کندهار ولايت کې یو شمېر مستحقو کورنيو باندې مرستې ووېشل شوې

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د عدليې رياست سره په همغږۍ د (۲۵) یتیمانو کورنیو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه شیدې ورکوونکې وزې ووېشلې.

د شهیدانو او معلولینو چارو. . .

BACK TO NEWS