د بلخ ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست له لوري د دې ولايت اړوند مرکز او ولسوالېو کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو سروې پیل شوه

nasrat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۹:۲۶
mmd

د ۱۴۰۳ کال د رارسیدو سره سم د بلخ ولايت په مرکز او ولسوالېو کې د اسلامي امارت د شهيدانو ورثه ؤ ، د تېرې ادارې د وژل شویو عسکرو د یتیمانو او کونډو، ملکي یتیمانو او کونډو او همداراز د معلوليت لرونکو وګړو د کورونو سروې پېل شوې چې د يادې سروې په پایله کې به د یادو کسانو د تثبیت په پروسه کې پوره شفافیت او روڼتیا رامنځته شي، د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت له طرحې سره سم به واقعي مستحقین ثبت او هغه کسان چې د وزارت طرحې او طرزالعمل مطابق نه وي هغوی به د سروې ټیم لخوا رد کړل شي او کورنېو ته به یې قناعت ورکړل شي او د سروې پایلې به د وزارت مقام سره شریکې کړل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۹:۱۳
Background image

په غزني ولایت کې د شهیدانو کورنیو او معلولینو لپاره د ځانګړې شوې (۵۰۰) جریبه ځمکې څخه لیدنه وشوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي چې د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس یې ملتیا کوله، په دغه ولایت کې د شهیدانو کورنیو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۹:۹
Background image

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لا ښه والي او یتیمانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه، د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري شمس‌الامین زهیر په مشرۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۹:۷
Background image

د بادغيس ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس معرفي او خپله دنده یې رسماً پيل کړه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت محترم مقام د لزوم دید او وړاندیز له مخې محترم الحاج مولوي عبدالحق حقاني د بادغيس ولایت د. . .

BACK TO NEWS